پاکستاني طالبان: ملا فضل الله له افغانستانه راستون شوى

د پاکستاني طالبانو نوی مشر ملا فضل الله

د پاکستاني طالبانو مرکزي وياند شاهدالله شاهد وايي، چې د دوى نوى مشر ملا فضل الله له افغانستان څخه راستون شوى او دا مهال د افغانستان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې دى.

نوموړي هغه راپورنه رد کړي دي، چې ګنې ملا فضل الله په شمالي وزيرستان کې ليدل شوى دى.

نوموړي د سه شنبې په ورځ پاکستاني رسنيو ته ويلي:

"زموږ نوى مشر ملا فضل الله په شمالي وزيرستان کې نه، بلکې په يوې بلې قبايلي سيمې کې دى او د زموږه قومنده او رهنمايي کوي."

ملا فضل الله په ٢٠٠٩م کال په سوات کې د پاکستاني پوځ د عملياتو پر مهال له دغې سيمې تښتېدلى و او د پاکستان استخباراتي ادارو دعوه کوله، چې هغه دا مهال د افغانستان په کونړ ولايت کې پټ دى او له هغه ځايه په پاکستان کې دننه ترهګريز بريدونه کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزاررت وياند اعزاز احمد چوهدري هم په نومبر کې ويلي وو، چې د پاکستاني طالبانو نوى مشر ملا فضل الله په افغانستان کې دى، خو تراوسه يې له افغان دولت سره د نوموړي د سپارنې په اړه خبرې نه دي کړي.

د پاکستان د سياسي چاروکارپوهان وايي، چې ملا فضل الله له کونړ څخه د پاکستاني طالبانو لارښوونه په سمه توګه نه شوه کولاى، همدا لامل دى چې بېرته قبايلي سيمو ته راستون شو.
د سياسي او روانو چارو کارپوه حسن خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وايي:

" ملا فضل الله چې د تحريک طالبان پاکستان نوى امير دى، نو هغوى ته هم پته چې که هغوى خپل رټ قايمول غواړي، نو دې په وزيرستان کې اوسېدل ډېر زيات ضروري دي، د کونړ نه هغه د تحريک طالبان قومنده نه شوه کولى. دده اثر ختمېده.

بله وجه ده چې اوس د پاکستان او افغانستان د حکومتونو د نېزدې کېدو له امله هلته ددغو خلکو ځاى کمېږي او دوى نور نشي پټېدى".


د نومبر په لومړۍ نېټه په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسود په داسې وخت کې وواژه، چې د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې احتمالي خبرې پيلېدونکې وې.

پاکستاني طالبانو د نومبر په ٧مه نېټه ملا فضل الله خپل نوى مشر او خالد حقاني د هغه مرستيال وټاکه، له پاکستاني حکومت سره يې له خبرو انکار او همداراز يې په د خيبر پښتونخوا په ګډون د پنجاب په سترو ښارونو کې د خپل مشر د غچ اخيستو په هدف د سترو ترهګريزو بريدونو خبردارى ورکړ.

ملا فضل الله د تحريک طالبان پاکستان تر مشر کېدو مخکې د سوات د طالبانو مشر و، چې په دغه سيمه کې يې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو خونړي بريدونه کړي.
راپور: ذبيح شفق