ځينو وکيلانو د مشورتي جرګې د پرېکړو د عملي کېدو غوښتنه وکړه

د ولسي جرګې غړي وايي د مشورتي لويې جرګې پرېکړه دې ومنل شي

د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایي چې؛ ولسمشر کرزی باید له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په هکله د مشورتي لویې جرګې سلا مشورو او پریکړو ته درناوی وکړي.

دغو وکیلانو د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کول د افغانستان په ګټه وبلل.

د ولسي جرګې یوې غړې نفیسې عظیمې وویل چې؛ د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د دې سند لاسلیک کول ډیر ضروري دي.

"دا عادي موضوع نه ده، دا سند د افغانستان د خلکو له ژوند سره اړیکه لري.

سوداګر مو د همدې سند لاسلیک کېدو ته په تمه دي؛ د خلکو ټول سیاسي او ټولینز کارونه په همدې تړون پورې تړلي دي.

امریکا سره امنیتي سند د افغانانو په ګټه دې او دا د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده چې؛ په لویه جرګه یې مطرح کړه او باید چې د هغوی مشورې ومنل شي."

د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي او دفاعي سند په هکله له تیر یو نیم کال راهیسې بحثونه روان وو؛ چې بالاخره ولسمشر کرزي په دې هکله د سلا مشورو لپاره مشورتي لویه جرګه راوبلله.

مشورتي لویې جرګې چې د لړم میاشتې په دېرشمه نېټه جوړه شوه؛ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کول تایید کړل.

په ورته وخت کې د موج تحول په نوم سیاسي بهیر هم د مشورتي لویې جرګې د پریکړو پرعملي کولو ټینګار کوي او وایي چې، د دې سند نه لاسلیک کول د افغانانو له غوښتنو سره مخالفت کول دي.

د دې بهیر مشرې فوزیې کوفي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې؛ دا مهال د هېواد سیاسي او اقتصادي وضعیت په دې سند پورې تړلی دی او له ولسمشر کرزي نه یې وغوښتل چې؛ ژر یې لاسلیک کړي.

"زه له خپلو دوستانو سره د موج تحول له آدرس نه له ولسمشر کرزي نه غواړو؛ څو د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره دا سند لاسلیک کړي.

ولسمشر د لویې جرګې له پریکړې وروسته د دې سند د لاسلیک کولو د نیټې د وروسته اچولو لپاره هیڅ دلیل نه لري.

ولسمشر باید دغه سند د ملي منافعو په پام کې نیولو سره لاسلیک کړي او که یې لاسلیک نه کړي؛ نو په دې معنی ده چې د افغانستان د خلکو غوښتنې له پامه غورځوي."

له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په هکله دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې؛ ولسمشر کرزي د سې شنبې په ورځ آزادي راډیو سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې؛ دا سند به هغه وخت لاسلیک کړي چې؛ د افغانستان شرطونه ومنل شي.

په کورونو د امریکايي ځواکونو له خوا د حملو درول او په عملي توګه د سولې پروسې پیلیدل هغه شرطونه دي چې؛ ولسمشر کرزي د سند له لاسلیک کولو مخکې وړاندې کړي دي.

یو شمیر افغانان اندیښمن دي چې؛ که له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک نه شي او نړیوال ځواکونه له افغانستان نه ووځي؛ نوښایي چې، په دې هیواد کې یوځل بیا ګډوډي رامنځ ته شي.

راپور: جمیله ظریف