په ویتنام کې د جمعې د ورځې راهیسې سیلابونو لږ تر لږه اته ویشت کسان وژلي؛ نهه تنه نور نادرکه دي او نژدې اتیا زره کسان بې کوره شوې دي.
دولتي رسنیو یکشنبې په ورځ راپور ورکړی دی چې؛ د سږنیو سیلابونو اوبه د ۱۹۹۹م کال د سختو سیلابونو څخه هم لوړې شوي دي.
راپورونه وايي، سږ کال د سیلابونو اوبه وروسته له هغې زیاتې شوې چې؛ د دې هېواد "کوانګ نګي" ایالت کې د بريښنا پنځلس بندونو د خپل خوندیتوب لپاره د اوبو ورخونه خوشې کړل.
له سیلابونو څخه د خوندیتوب په هدف جوړې شوې حکومتي کمیټې ویلي؛ د سل زره په شا او خوا کې کورونه ډوب شوې دي او اتیا زره کسان له کورنو ایستل شوي.
همدارنګه د درنو سیلابونو له کبله سړکونه تړلي او په ځینو ځایونو کې د اورګاډو خدمات هم ځنډیدلې دي.