د سوريې په اړه د بلې مياشتې په پاى کې کنفرانس جوړېږي

د سوريې پوځ توغندى توغوي

د عربي اتحاديې يا عرب ليګ مشر نبيل العربي د يکشنبې په ورځ وويل چې د سولې د خبرو هدف د سوريې د کورنۍ جګړې ختمول دي.

ټاکل شوې دغه کنفرانس د نومبر مياشتې په وروستيو کې جوړ شي، خو د سوريې لپاره نړيوال استازي ويلي تر اوسه له اوږدې مودې ځنډېدلي کنفرانس ته کومه دقيقه نېټه نه ده ټاکل شوې.

د سوريې د روان کړکېچ د پايته رسولو لپاره نړيوالې هڅې له خنډ سره مخامخې شوي، په دې کړکېچ کې تر يولک زيات کسان وژل شوي دي.

خو تېره مياشت د سوريې لپاره هغه توافق، چې د خپلو کيمياوي وسلو زېرمې به له منځه وړي د جنيوا دوه په نامه د کنفرانس د رابللو هڅې ګړندۍ کړې.

العربي د سوريې لپاره له نړيوال استازي اخضر ابراهيمي سره تر کتنې وروسته په قاهره کې وويل د کنفرانس لپاره زياتې تيارۍ نيول شوي:

”د سوريې پر موضوع مې له اخضر ابراهيمي سره بحث وکړ، فيصله وشوه چې د جنيوا غونډه به د نومبر پر ٢٣مه وشي، د کنفرانس د تياريو ترتيبات نيول شوي دي. ترتيبات خورا زيات دي. د دې لپاره چې د کنفرانس جوړېدل ممکن شي، ګڼې پرتې ستونزې بايد حل شي“

خو نړيوال استازي ابراهيمي خبريالانو ته وويل چې د سوريې په اړه د کنفرانس جوړېدو ته کومه دقيقه نېټه نه ده ټاکل شوې. ده وويل چې دى به قطر، ترکيې، ايران، سوريې او جنيوا ته سفر وکړي، چې له امريکايي او روسي چارواکو دغه راز د امنيت شورا له غړو سره وګوري او تر هغه وروسته به د جنيوا دوه په نامه کنفرانس لپاره دقيقه نېټه وټاکل شي.

نه ده معلومه ايران چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم مهم ملاتړى بلل کېږي، دغه کنفرانس ته رابلل کېږي او که نه. خو واشنګټن وايي تر هغو چې تهران واضح ونه وايي چې په سوريه کې د انتقالي حکومت ملاتړ کوي، دغه کنفرانس ته نه رابلل کېږي.

لا نه ده څرګنده د سوريې د پاشل شوي اپوزيسيون کوم غړى به په کنفرانس کې برخه اخلي که نه؟