د کورنيو چارو وزارت وايي د اختر لپاره ټول ځواکونه د تيارسئ په حال کې دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د اختر په ورځو کې د امنیت او نظم د ساتلو په مقصد زرګونه پولیس او امنیتي کسان د تیارسئ په حالت کې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي را‌ډیو ته وویل امنیتي ځواکونه تیار دي چې د دښمن هر ډول ناوړه پلانونه خنثی کړي.

دغه راز د کابل امنیه قوماندان ، د ملي امنیت ادارې او دفاع وزارت هم ویلې چې د اختر په ورځو کي یي کلک امنیتي تدابیر نیولې دي.