د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې د ملا عبدالغني برادر د ځای په اړه دوی ته دقیق معلومات ور رسېدلي دي.
د دې شورا چارواکي وايي، چې ملا برادر اوس هم د پاکستان حکومت له خوا په یوه ځای کې نظر بند ساتل کېږي او په پوره توګه یې نه دی ازاد کړی.
تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې که ملا برادر ته پوره ازادي ورنه کړل شي، نو هغه به هم د افغانستان د سولي د بریا لپاره خپل رول ادا نه کړای شي.
ملا عبدالغنی برادر د طالبانو د مشر ملا عمر مرستیال و چې په 2010م کال کې پاکستان ونیوی.
د پاکستان حکومت د تېري سپټمبر میاشتي پر 21 مه اعلان وکړ، چي ملا برادر یې له خپل زندانه ازاد کړی دی.
د ازادۍ راډیو خبریال معصوم میوند له کابله راپور لري.
Your browser doesn’t support HTML5
د معصوم ميوند راپور