د بحران نړیوالې ډلې په خپل یوه تازه راپور کې چې عنوان يې دی( ښځې او د افغانستان جګړه) د افغان ښځو د وضیعت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
دې ډلې ویلي د افغانستان په اوسني وضیعت کې چي د قانون له مخې ښځې او سړي یو شان حقوقو لري ،ښځې له پراخ تبعیض سره مخ دي،په حکومت او پولیسو کې منزوي شوي او د قدرت په پوستونو کې بیا ورته مستقیم ګواښونه کیږي.
د بحران د نړیوالې ډلې راپور وايي راتلونکې کال کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه اوځي ښايي پر ښځو په ځانګړي ډول د ملي شورا پر ښخینه غړو اوسنۍ حملې څو برابره زیاتې شي.
په دې راپور کې وړاندې راغلي چې د افغانستان راتلونکي انتخابات او او د امنیتي مسولیتونو انتقال باید دا زمینه برابره کړي چې ښځې پیاوړې شي او خپل حقونه خوندي کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم د افغان ښځو د اوسني وضیعت په اړه د بحران د نړیوالې ډلې له راپور سره هم نظره ده او وايي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه په ډیرو برخو کې نمایشي بڼه لري.
د بحران نړیواله ډله ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له شځو څخه د ملاتړ او ساتنې قوانین عملي کړي او هغه ګواښونه له مینځه یوسي چې په راتلونکو انتخاباتو کې ښځینه کاندیدانو او رای ورکونکو ته متوجه دي.
دغه راز دا ډله پر افغان حکومت غږ کوي چې له طالبانوسره د سولې په پروسه کې باید د ښځو حقونه خوندي وساتي او دا موضوع باید د سولې په هر ډول خبرو کې د مخکې له مخکې شرط په توګه مطرح کړي.