د لوګر والي ته چاودېدونکي مواد په مايکروفون کې پټ شوي وو

نن سهار نږدې نهه بجې د لوګر والي ارسلا جمال د لوګر ولایت په مرکزي جومات کې په یوه چاودنه کې ووژل شو او پنځلس نور ملکي وګړي ټپیان شول، چې د پنځو تنو ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش مشال راډیو ته وویل، چې پیښه د سهار په اتو بجو او پنځه څلویښتو دقیقو د پل عالم په مرکزي جومات کې د لوی اختر تر لمانځه مخکې رامنځته شوه.

د نوموړي په وینا په دې پيښه کې یوازې د لوګر والي وژل شوی او پنځلس نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې د پنځو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

د لوګر والي ویاند زیاتوي، چې چاودیدونکي توکي په هغه مایک یا مایک ته نږدې ځای پر ځای شوي وو، چې ارسلا جمال پرې د اختر د لمانځه ګډونوالو ته وینا کوله.

دین محمد درویش دا هم وویل، چې چاودیدونکي توکي ډېر قوي نه وو، خو د چاودیدونکو تو کو بڅرکي د لوګر والي د سر په ناحیه برابر شول او له امله يې لاس په لاس مړ شو.

د پيښې په اړه وروستي جزئیات دا دي، چې د لوګر د وژل شوي والي مړی کابل ته لېږدول شوی او د چارواکو په وینا د نوموړي جنازه به د یو شمېر ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې د ماسپښین په دوو بجو د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره شي.

ارسلا جمال له اوو میاشو راهیسې د لوګر د والي په توګه دنده تر سره کوله او له دې مخکې يې د خوست د والي او د قومونو او سرحدونو چارو د سرپرست وزیر په توګه دندې ترسره کړي دي.

تر دې مهاله د یادې پيښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

نجیب الله الوخېل