په جومات کې چاودنې د لوګر والي وواژه

د لوګر والي ارسلاجمال نن په یوه چاودنه کې ووژل شو. د لوګر د ولایتي شورا رییس عبدالولي وکیل له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د جمال وژنه تایید کړه ویې ویل چې نوموړی د اختر له لمانځه مخکې د یوې چاودنې په نتیجه کې ووژل شو.

ښاغلي وکیل وویل چې په دې پېښه کې درې، څلور نور کسان وژل شوي او تر پنځلسو کسانو پورې ټپیان دي.

د لوګر والي ویاند دین محمددروېش آزادۍ راډیو ته وویل، پېښه د هغه بم د چاودنې په نتیجه کې رامینځ ته شوه چې په مایکروفون کې ځای پرځای شوی و.
د ازادۍ راډيو خبريال نسيم شفق احمد تکل ته د دې پېښې په اړه معلومات ورکړل

Your browser doesn’t support HTML5

د لوګر د والي د وژل کېدو په اړه د نسيم شفق راپور