د انتخاباتو کميسيون د ولسمشر کرزي د فرمان هرکلى وکړ

نور محمد نور

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو په جریان کې د افغان امنیتي ځواکونو د چلند د اصولو په اړه د ولسمشرحامدکرزي د فرمان هرکلی کړی.

د دې کمیسیون چارواکي وايي په دې فرمان کې د یادوشویو اصولو تطبیق به د افغانستان د ولسمشرۍ اوولایتي شوراګانو د انتخاباتو د شفافیت په یقیني کولو کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې د کورنیوچارو وزارت د ولسمشر د نوي فرمان د موادو د عملي کولو ژمنه کوي. احمدتکل راپور برابر کړى

Your browser doesn’t support HTML5

د احمد تکل راپور