له امريکا سره په امنيتي سند کې خنډونه شته

سپنتا

په داسې حال کې چې افغان چارواکي د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي تړون د لاسلیکېدو لپاره په خبرو کې د ځینو خنډونو په اړه خبرې کوي، امریکايي چارواکي لاهم هیله من دي چې دا تړون به ژرترژره لاسلیک شي.

له دې مخکې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د دواړو لوریو ترمینځ د دې سند پر دوو مواردو د اختلاف یادونه کړې وه او د ولسمشر ویاند ویلي و چې د امریکا ځینې شرایط د افغانستان لپاره د منلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي تړون مسئلې د انتخاباتو په درشل کې ځانګړی اهمیت پیدا کړی.

په دې اړه احمدتکل یو راپور برابر کړی

Your browser doesn’t support HTML5

د احمد تکل راپور