فراه: یو ایرانی خپل هېواد ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی

چارواکي وايي چې؛ په فراه کې یو ایرانی خپل هېواد ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.

د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول فواد عسکري ازادی راډیو ته وویل چې؛ دا کس تیره ورځ ونیول شو او تحقیقات ترې روان دي.

ښاغلي عسکري د نیول شوي کس نوم په ډاګه نه کړ خو ویې ویل، داسې اسناد ورسره موندل شوي چې په جاسوسي فعالیتونو کې د نوموړي لاس لرل ثابتوي.

پخوا هم د افغانستان په غربي ولایتونو او پلازمینې کابل کې ایران ته د جاسوسۍ په تور ځینې کسان نیول شوي دي.