په چهارصده کې چاودنې ١٧ کسان ووژل

په چهارصده کې د بم په چاودنه کې لږترلږه اولس تنه ووژل شول او ګڼ شمیر زخمیان شوي دي.
چاودنه نن د دولتي مامورینو د بس موټر څنګ ته وشوه .

د ازادي راډیو خبریال د یو شمیر سرچینو په حواله وايي چې په چاودنه کې د ډيرو زخمیانو روغتیايي حالت نازک دی .

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر نصیر دراني نن ازادي راډیو ته وویل:

هغه جزیات چې ماته تر اوسه را رسیدلي وايي چې اولس تنه مړه او دري څلویښت زخمیان دي.

زخمیان ټول د پيښور ښار لیډي ریډنګ (Lady Reading) روغتون ته لیږدول شوي دي.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې د دې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی .

چارواکو ویلي چې بم د ریموټ کنټرول په وسیله چاودیدلی .