م.م وايي د ايران پر اټومي پروګرام يې رغوونکې خبرې کړې دي

د ملګرو ملتونو د اتمي انرژۍ اداره وايي، د تهران د اټمي پروګرام په اړه رغونکې خبرې کړې دي.

د اټمي انرژۍ د څارنې د نړیوالې ادارې مرستیال وویل دواړه خواوې به یو وار بیا د اکټوبر په اته ویشتمه سره وګوري.

دې چارواکي ویلي چې د ایراني لوري سره د دوي ننۍ خبرې ډیرې موثرې وې خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د ایران استازي رضا نجفي ویلي چې د دوي هدف د امکان تر حده ژر یوې موافقې ته رسیدل دي.