د افغانستان د سترې محکمې یو پلاوی هرات ولایت ته تللی

د افغانستان د سترې محکمې یو پلاوی هرات ولایت ته تللی څو د غلته د سلګونو زندانیانو لخوا د نه خوړولو اعتصاب پای ته ورسوي.

د هرات قضايي مسولانو د ازادۍ راډیو خبریال ته ویلي چې اعتصاب کونکي اکثره هغه زندانیان دي چې د لوی جرمونو په قضیو کې محکوم شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه زندانیان چې د یکشنبې له ماښام راهیسې يې اعتصاب پیل کړی ادعا کوي چې د مسولانو لخوا ورسره بد چلند کیږي او د محاکمو لخوا ورته سختې سزاګانې ورکړل شوي دي.

د هرات په زندان کې چې د زر تنو لپاره جوړ شوی دی دا مهال شواخوا درې زره کسان زنداني دي.