چارواکي وایې د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو په یوې پوستې د وسلوالو طالبانو په حملې کې یولس پولیس وژل شوي دي.
په جنوب کې د سرحدي پولیسو قومندان پاسوال تفسیر خان خوګیاني آزادي راډيو ته وویل، چې دا کسان تیره شپه ووژل شول.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې په دې برید کې یې پینځلس سرحدي پولیسو وژلي دي، خو چارواکي دا ارقام نه مني.
د یو بل خبر له مخې، وسله والو کسانو نن سهار د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د امنیت مدیر و واژه.
د چهاردرې امنیه قومندان غلام محی الدین ازادۍ رادیو ته وویل، چي غلام حسن هغه وخت د دوو موټر سایکل سپرو لخوا ووژل شو، چي له مرکزه دې ولسوالۍ ته روان وو.
وسله والو طالبان د هغه د وژلو مسئولیت منلی دی.