م.م وايي نړيوال افغانستان يوازې نه پرېږدي

الياسن

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د انتقال پروسه روانه ده او راتلونکى کال په کې د جمهوري رياست انتخابات کېږي، دغه راز تر ٢٠١٤م کال وروسته په کې د بهرنيو ځواکونو شمېر کمېږي، د دې هېواد نړيوال، د پېشبينۍ وړ او دوامدار ملاتړ مهم دى.

يان الياسن پرون د ملګرو ملتونو په مقر کې د افغانستان په اړه د تماس نړيوالې ډلې په غونډه کې وويل: ”د غيريقيني وضعيت پر مهال بايد افغانان پوه شي چې نړيواله ټولنه به يې يوازې پرې نه ږدي او هېر به يې نه کړي“

د تماس په ډله کې تر پنځوسو زيات هېوادونه او سازمانونه شامل دي، چې په کال کې درې غونډې کوي. په پرونۍ غونډه کې د افغانستان پر راتلونکو انتخاباتو او تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر رول هم په کې خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو د خبري مرکز په حواله، راتلونکي انتخابات د افغان ځواکونو د قوت لپاره يوه ستره ازموينه ګڼل کېږي، چې د دې مهمې پروسې پر مهال به د هېواد په کچه امن برابروي.

ټاکل شوې د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د راتلونکي لمريز کال د وري يا حمل پر ١٦مه وشي، اوس مهال د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې بهير روان دى.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه د دې سازمان د سرمنشي مرستيال يان الياسن وويل، دغه نړيوال سازمان د افغان حکومت او افغانانو له غوښتنې سره سم اوږدمهالې همکارۍ ته ژمن دى.

په وروستيو کې افغان امنيتي ځواکونو ته د ټولو امنيتي مسووليتونو له سپارلو سره سم، پر دغو ځواکونو حملې او د دوى تلفات زيات شوي دي.

ځينې امنيتي کارپوهان اندېښنه لري، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د امن برابرول ښايي يوازې د افغان قواوو په وس پوره نه وي.