د ځان وژنې د مخنیوي نړېواله ورځ
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې هېواد کې د ښځو د ځان وژنې د پيښو له ډیریدو نه اندیښنه څرګندوي.
د دې وزارت مسوولین وایي چې؛ په تیریوه کال کې په کابل او هرات ولایتونو کې څه باندې دوه نیم زره کسانو چې اکثره یې ښځې وې د ځان وژنې هڅه کړې.
د عامې روغتیا وزیرې د چهارشنبې په ورځ د ځان وژنې د مخنیوي د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې؛ په هېواد کې د ځان وژنې پيښو د ډیریدو عوامل رواني ناروغۍ او کورني تاوتریخوالي دي.
د روغتیا دنړیوال سازمان د معلوماتو له مخې ځان وژنه په نړی کې د ځوانانو د مړینې دوهم لوی عامل بلل کیږي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې؛ ځان وژنه د ځوانانو ترمنځ تر ټولو لویه ستونزه ده چې تلفات یې د جنګونو، ترافيکي او طبیعي پيښو د تلفاتو په پرتله ډیر زیات دي.