د ملګرو ملتو څیړونکي له سوریي ووتل

د ملګرو ملتو څیړونکي چې؛ په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه څیړنه کوي، نن له دې هېواد نه ووتل.

د ملګرو ملتو څیړونکي په داسې وخت کې له سوریې څخه ووتل چې د امریکا متحده ایالات د سوریې پر حکومت باندې د احتمالې پوځي برید په اړه غور کوي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د جمعې په ورځ وویل، د حملې په اړه یي وروسته پریکړه نه ده کړې.

د امریکا یو استخباراتې راپور وایي، امریکایي چارواکي پوره باور لري چې؛ د اګست د ۲۱ مې کیمیاوي حمله د سوریې حکومت کړې ده.

په دې حملې کې ۱۴۲۹ کسان وژل شوي دي.

د سوریې حکومت د امریکا د استخباراتو دا راپور غندلی او درواغ یي بولي.

د ملګو ملتونو پلټونکې نن د ځمکې له لارې له سوریې نه لبنان ته لاړل.

دي سازمان نه دي ویلې چې د پلټونکو وروستی راپور به کله خپور شي.