د امریکا د بهرینو چارو وزیر ډیر داسې دلایل وړاندې کړي چې؛ سوريه د کیمیاوي وسلو په استعمال تورنوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، استخبارات دا تاییدوي چې د دمشق له خوا ویشل شويو توغندیو کې له کیمیاوي غاز څخه کار اخیستل شوی وو.
جان کري د جمعې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې وویل، دا ډول توغندي یواځې د سوريي د رژیم په واک کې دي.
د هغه په وینا، په دمشق کې یې له یوولس بېلابېلو ځایونه څخه د مسمومیت داسې نښې راټولې کړي چې؛ خلک د حملو په ترڅ کې د همدې کیمیاوي مواد له امله ورسره مخامخ شوي وو:
((موږ په دې پوهیږو چې؛ دا توغندي له کومه ځایه او کله ویشتل شوي وو. موږ په دې پوهیږو چې په کوم ځای او څه وخت لګیدلي دي.
موږ په دې پوهیږو چې دا توغندي یواځي د رژیم له ترکنترول لاندی سیمو څخه ویشتل شوې او په هغو سیمو چي د مخالفینو تر ولکې لاندی دی او یا پکې شخړي دی لګیدلي دي. ))
په دې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند مارتین نیسرکې د جمعي په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ددي سازمان تحقیقاتي ډلې په دمشق کې خپل کار بشپړ کړی او د شنبي په ورځ به له سوريي څخه وځي.