د بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې دوه تښتول شوي کسان خوشې شول

د بغلان ولایت په تاله و برفک ولسوالۍ کې دوه تنه تښتول شوي کسان خوشې شوي دي.

د تاله وبرفک امنیه قوماندان سمونوال کریم داد تېيره شپه آزادي راډیو ته وویل؛ د تښتول شویو کسانو یو بهرنی او بل یې د اوبو او برښنا وزارت کارکوونکی دی.

سمونوال کریم داد وایي، دا دوه تنه د سه شنبې په ورځ غرمه مهال بامیان ولایت ته د تلو پر لار، د غیر مسولو وسله والو له خوا تښتول شوي وو.

د تاله وبرفک ولسوالۍ امنیه قوماندان زیاتوي، د سیمې یو شمير اوسیدونکو د خپلو وسایلو په واسطه پر تښتوونکو حمله وکړه او دا دوه کسان یې خلاص کړل.