اوباما غواړي د جي شل سرمشرې په اړه له خپل روسي سیال سره وګوري

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشربارک اوباما غواړي د روسیې له ولسمشرولادیمیرپوتین سره چې داهیواد راتلونکې اونۍ په سنت پترزبورګ کې د جي شل د سرمشریزې کوربه توب کوي، وګوري.

د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافات وروسته له هغې راپورته شول چې؛ روسیې د امریکا د استخباراتو پخواني قراردادي ایډوارډ سنوډن ته چې د امریکا د څارنې پټ پروګرامونه یې افشا کړي او واشنګټن یې غوښتونکی و؛ په موقت ډول سیاسي پناه ورکړه.

د دې کارپه وړاندې د اعتراض په توګه او هم د ځنیو نورو اختلافاتو له امله اوباما په وروستیو کې د مسکو خبرې چې ټاکل شوې وه د جي شل له سرمشریزې دمخه یې له پوتین سره ترسره کړې؛ لغوه کړې.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني د دوشنبې په ورځ وویل چې؛ اوباما لیواله دی چې له پوتین سره وګوري؛ ځکه روسیه د جي شل د سرمشریزې کوربنه ده.

هغه په دې اړه چې ایا دواړه مشران به جلا خبرې هم وکړي اوکنه؟ له څرګندونو ډډه وکړه.