په شمالي وزیرستان کې د اتڼ ننداره
Your browser doesn’t support HTML5
کله چې څوک د وزیرستان نوم نن سبا اوري نو سمدستي یې دې ته پام کیږي چې هلته به عرب، ازبک، چیچینیایي، پښتانه ، پنجابي او نور مشکوک ترهګر سره یوځای شوي وي.
خو لاندې په دې ویډیو کې، چې د مشال ریډیو خبریال سیلاب مسود اخیستی د شمالي وزیرستان د زلمیو اتڼ لیدلی شئ. تاسو ورته ځیر شئ، چې څرنګه زلمي ډول ته څڼې اچوي او لیدونکي ورته چکچکې وهي.
د شمالي وزیرستان په شنه غرنۍ سیمه کې مو د یوه غره په لمن کې د زلمیو د اتڼ لیدو ته رابولو: