د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی به په نږدی راتلونکي کې اسلام آباد ته سفر وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري نن خبریالانو ته وویل:
«زیات احتمال لری چې جمهور رئیس حامد کرزی د اګست میاشتې په وروستۍ اوونۍ کي پاکستان ته سفر وکړي».
چوهدري وویل، پاکستان او افغانستان په خپلو کي پراخ اړیکې لري. دا یوازې سیاسي اړیکې نه ، بلکه د سوداګرۍ او د خلکوخپل منځې اړیکي هم دي. ده زیاته کړه، د افغان مهاجرو مسله او د دوه اړخېزو اړیکو یو ستر لیست د اجندا لپاره برابر شویدی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغه راز وویل، پاکستان ته د جمهور رئیس کرزي د سفر پرمهال به په سیمه ایزو مسلو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته حالت باندي هم خبرې وشي.