د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ د مخدره موادو دوه مهم قاچاق کوونکي یې نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه یې موادو سره د مبارزې معین باز محمد احمدي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا دوه کسان د هغو لسو قاچاق وړونکو له ډلې څخه دي چې دوي یې په لټه کې وو.
ښاغلي احمدي زیاته کړه، چې د مخدره موادو د قاچاق کونکو د نیولو لپآره لا ډیري هڅې کوي:
(موږ هڅه کوو او پر کشفي او استخباراتي څانګو هم کارکوو. دغه راز په دې اړه په کابل کې د یوه اوه ورځني کنفرانس د جوړیدو لپاره هم کار وان دی څو یوه ارزیابي وشي چې؛ د مخدره موادو د بانډونو د نیولو لپاره څه ډول هم ږغه اقدام وکړو. )
د نوموړي په وینا د حاجي عبدالقیوم او حاجي لونګ په نامه دا دوه قاچاق وړونکي په تیره یوه میاشت کې د پولیسو لخوا په دوو جلا سیموکې نیول شوي دي.
د ښاغلي احمدي په وینا د نشه یې موادو کښت او قاچاق اوس هم د نا امنیو له امله تر ډیره دهیواد په جنوب لویدیځ کې کیږي.