پېښه د کندز د چهاردرې ولسوالۍ په یتیم کلي کې شوې ده. د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان غلام محی الدین آزادۍ راډیوته وویل، چې خدايداد نومي ځوان د يکشنبې په ورځ له غرمې وروسته خپله څلورویشت (۲۴) کلنه مېرمن هغه وخت ووژله چی ویل کیږی د ده له اجازی پرته ښار ته تللې وه.
امنیه قوماندان وویل دغه کس خپله میرمن په ډزو وژلې او په خپله تښتیدلی خو د نیولو هڅې يې روانې دي.
دا په کندز کې په روان کال کې نولسمه (۱۹) مېرمن ده چې د کورني تاوتریخوالي له امله وژل کېږي.
امنیه قوماندان وویل دغه کس خپله میرمن په ډزو وژلې او په خپله تښتیدلی خو د نیولو هڅې يې روانې دي.
دا په کندز کې په روان کال کې نولسمه (۱۹) مېرمن ده چې د کورني تاوتریخوالي له امله وژل کېږي.