د فرېبا کاکړ کورنۍ د هغې د تښتول کېدو خبر رد کړ

په ولسي جرګه کې د کندهار د استازې فریبا احمدي کاکړ خاوند دا خبر رد کړ چې وايي میرمن کاکړ د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوې ده .

حاجي محمد داوود ازادي راډیو ته پرون (یک شنبه) وویل چې د هغه میرمن د شنبې په رسمی سفر ترکیې ته تللې ده .

داود وویل : دا سراسر پروپاګند دی. دوی په رسمي سفر د پارلمان له طریقه څخه ترکیې ته تللې دي.

د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان هم وايی تر څو چې امنیتی چارواکي خبر ور نه کړي دوی څه نه شي ویلای.

خو د کندهار د ولایتي شورا ریس سید جان خاکرېزوال ازادي راډیو ته وویل چې فریبا احمدي کاکړ له خپلو څلورو ماشومانو، موټر چلوونکی او اشپز سره یوځاى له کندهاره کابل ته په لاره کې تښتول شوې ده .

ښاغلي خاکریزوال زیاته کړه چې ښايي په دې پيښه کې وسله وال غله لاس ولري او ښايي هدف یې د پيسو تر لاسه کول وي.

تردې مخکې په غزني کې یوه حکومتي چارواکي د خپل هویت د پټ پاتې کیدو په شرط ازادي راډیوته د میرمن کاکړ د تښتول کیدو خبر تایید کړی وو.