اوباما وايي له روسيې سره پر خپلو اړيکو له سره کتنه کوي


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما وایي، واشنګټن له روسیې سره اړیکې دروي او له سره ورباندې کتنه کوې او دا ځکه چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ، دده په وینا، شاته ګوري.

جمهور رئیس اوباما وروسته له هغې چې له پوتین سره یي خپله کتنه لغوه کړه، د جمعې په ورځ په واشنګټن کي خبریالانو ته وویل، دی زړه نازړه هڅه کوې، د روسیې جمهور رئیس وهڅوې چې د شاته فکر کولو پر ځاي مخ پر وړاندي فکر وکړي.

جمهور رئیس اوباما وویل، د امریکا او روسیې تر منځ اړیکو کي تر ۲۰۱۲ کاله پورې یعنې د جمهوري ریاست پر څوکۍ باندي د ولادمیر پوتین د بیا ټاکل کیدو تر وخته پرمختګ روان وو:

«ډېر ښه کارونه شوې وو او باید دوام یي کړاي واي. یو بل شی هم حقیقت لرې او هغه دا چې: هغه مهال چې پوتین د جمهوري ریاست پرڅوکۍ کیناست ، زما په فکر مونږ د روسیې له لورې زیاتې څرګندونې واوریدلې چې د امریکا پر ضد وې. پدي څرګندونو کي د امریکا او روسیې تر منځ د ساړه جنګ د وخت د سیالیو زړې خبرې کیږي. ما ښاغلی پوتین وهڅاوه چې د شاته تګ پر ځاي، مخ پر وړاندي فکر وکړي».

جمهور رئیس اوباما وویل، له روسیې سره اصلې راپورته شوي مخالفتونه د سوریې د کورنۍ جګړې ، بشري حقونو او په روسیه کي د همجنسبازانو ضد قانون پر سر دي.