هندي سرتېرو په کشمير کې د خبرداري لپاره هوايي ډزې وکړې


هندي عسکرو نن د هند تر واک لاندي کشمير په هغه ښارګوټې کي چې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ نښتو کي په کي دوه تنه وژل شوي، د ګرځیدنې بندیز د لګولو په مقصد د خبردارۍ ډزې وکړې.

د سنیګر د شمال ختیځ په دوه سوه کیلو میترۍ کیشتوار ښارګوټې کي د جمعې په ورځ د اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال شخړې پیل شوې وې.

د هندوانو او مسلمانانو تر منځ هغه مهال نښته وشوه چې مسلمانانو د آزادۍ او خپلواکۍ شعارونه ورکړل.

پولیس وایي، په شخړو کي یو مسلمان ژوندی وسوځول شو او یو هندو په ډزو کي ووژل شو. دغه راز ۲۴ کسان ټپیان شویدي.

په کشمیر کي له ۱۹۸۹ کال راهیسي یو شمیر اسلامې ډلې د هندوانو د واکمنۍ پر ضد مبارزه کوې او په شخړو کي تر اوسه له ۶۸ زرو زیات کسان وژل شوي چې اکثر یي ملکیان وو.