په لغمان کې یوې چاودنې دوه تنه ملکیان ووژل

د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل،چې نن شاوخوا یوه نیمه بجه د لغمان د عمرزایو د قصابانو په سیمه کې د عامو خلکو پر یوه موټرسایکل سپرو د سړک تر غاړې د ماین چاودنه شوې،چې دوه تنه ځوانان په کې وژل شوي دي.

ددې پيښې مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.