پاکستاني چارواکي وايي په کوټه کې وروستۍ حملې ٩ کسان وژلي دي

د پاکستان پولیس وايي چې د کویټې په ښار کې نن د ایالتي کابینې پر پخوانی وزیر په وسله واله حمله کې نهه تنه وژل شوي او تر ۱۵ زیات زخمیان دي.

د پولیسو یوه مامور بشیر احمد بروهي ویلي چې په حمله کې غالبا د ایالتي کابینې د پخوانی وزیر علي مدد ځټک مخالفان لاس لري .

د ازادي راډیو خبریال وايي چې حمله د کویټې د غوث اباد په سیمه کې شوې او په خپله علي ځټک له حملې روغ رمټ وتلی دی.

د حملې مسولیت تر اوسه هیڅ ډلې نه ده اخیستی.

نن په پاکستان کې د اختر لومړۍ ورځ ده .