د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو او دفاع وزيران نن په واشنګټن کې ګوري

د امریکا او روسیې لوړر رتبه چارواکي به نن په واشنګټن کې سره وګوري او د بحث یوه موضوع یې د افغانستان حالات دي.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران جان کري او چک هیګل به نن د روسیې د بهرنیوچارو او دفاع له وزیرانو سرګې لاواروف او سرګې شویګو سره وګوري.

د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د بیلا بیلو مسایلو په خاطر په وروسیتو کې لا جنجالي شوې چې یوه مسله په کې د امریکا د استخباراتو تښتیدلي پخواني مامور ادوارد سنودن ته د روسیې له خوا د سیاسي پناه ورکول دي.

ادوارد سنودن د امریکا د استخباراتو د ادارې پټ اسناد افشار کړل .

د روسیې او امریکا دا لوړ رتبه چارواکي په داسې حالکې نن په واشنګټن کې سره ګوري چې سپینې ماڼۍ تیره اونۍ اعلان وکړ چې جمهور ریس بارک اوباما له ولسمشر ولادیمير پوتین سره دوه په دوه خبرې لغوه کړې.

د امریکا او روسیې د چارواکو په ننۍ کتنه کې به د ایران ، شمالي کوریا او په ختیځه اروپا کې د مزاییلو د دفاعي سیسټم د نصبولو پر پلان خبرې وکړي چې روسیه شدید مخالفت ورسره لري.