جاپان نن پر ناګاساکي د اټومي بمبارۍ د ٦٨م کال ياد تازه کوي

جاپان په ناګاساکي ښار کې د امريکا له خوا د يوه اټومي بم د غورځېدو د اته شپېتمې کال ياد تازه کوي.

نن پر سيمه ييز وخت يوولس بجې او دوې دقيقې زنګونه وکړنګول شول، دا هغه وخت و چې اته شپېته کاله مخکې پر دې ښار بم واچول شو.

د پېښې ژغورل شويو، د وژل شويو او ټپيانو خپلوانو، حکومتي چارواکو او بهرنيو استازو د هغې شېبې په ياد چوپتيا غوره کړه، چې له کبله يې تر ٧٠زرو زيات کسان ووژل شول.

تر دې درې ورځې مخکې پر هيروشيما ښار لومړى اټومي بم غورځول شوى و.