سعودي عربستان د القاعده شبکې دوه مشکوک غړي نيولي، چې احتمالاً غوښتل يې پر لوېديځو سفارتونو بريدونه طرحه کړي.
د سعودي دولتي خبري اژانس د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړى، چې په نيول شويو کې يو تن د يمن او بل د چاد دى، چې په يمن کې يې د القاعده شبکې له څانګې سره اړيکې درلودې.
د سعودي د کورنيو چارو وزرات وياند وويل دواړو نيول شويو کسانو په سيمه کې د ځانمرګو بريدونو لپاره د ټولنيزو شبکو په مرسته معلومات تبادله کړي دي.