د یمن په ختیځ کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د القاعده دوه مشکوک کسان وژل شوې دي.
په تیرو دوو ورځو کې دا دوهمه حمله ده چې د امریکا بې پيلوټه الوتکې یې په یمن کې کوي او په تیرو دوو اونیو کې دا اووم ځل دی چې امریکا په یمن کې د مشکوکو تروريستانو پرضد له بې پيلوته الوتکو کار اخلي.
سیمه ییز چارواکي وایي، د پنجشنبې د ورځې برید په حضر الموت سیمه کې پر یوه موټر وشو چې پکې مشکوک یاغیان سپاره وو.
تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ عیني شاهدانو په مارب ولایت کې وویل، چې بې پیلوټه الوتکې شپږ مشکوک یاغیان ووژل.
دا بریدونه وروسته تر دې کیږي چې امریکا د احتمالي تروريستي بریدونو ګواښونه ترلاسه کړل او په دې پسې یې په منځني ختیځ او افریقا کې خپلې ډیپلوماتیکې ادارې وتړلې.
امریکا او بریتانیا په یمن کې هم له سفارتونو خپل کارکوونکي ایستلې دي.