بلجيم د افغان پوليسو مننه وکړه

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر دیدیر ریندرس له افغان پولیسو مننه وکړه چې د دغه هیواد یو تبعه یې له برمته کیدو وژغوره.

یو بلجیمی، چې د یوه فلم له ډلې سره په افغانستان کې کار کوي پرون د لنډې مودې په مخه برمته شو.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، دا سړی له کابله شمال لویدیځ لور ته نژدې درې سوه کیلومتره لرې د فلم اخیستو پر مهال برمته شو.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې د برید پر مهال هلته درې نور بلجیمي خبریالان هم وو.

په بیان کې ویل شوي چې د ماسپښین خواته افغان پولیسو دغه برمته وژغوره او د هغه صحت ښه دی. دغه بلجیمی اوس له خپلو ملګرو سره یوځای شوی دی.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې افغان پولیس ډیر ژر لاس په کار شول او د بلجیم له بهرنیو چارو وزارت سره یې هم د پیښې پر مهال ښه اړیکي ټینګ کړي وو.