افغان او بهرنیو خاصو ځواکونو په جلال اباد ښار کې یو تن وژلی

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتو د څانکې کارمند سنګرخان ازادۍ راډیو ته وویل،چې تېره شپه افغان خاصو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ورته د تره زوی فرید الله وژلی.

دی وآيي،چې مخکې هم امنيتي ځواکونو د ده تره زوی نیولی و،ولې هیڅ ډول اسناد او ثبوت يې پرې نه درلودل او راخوشې يې کړل.

سنګر وايي،دده تره زوی له هیچا سره اړیکه نه درلوده خو دا ځل بیا افغان اوبهرنیو خاصو ځواکونو داسې مهال د فریدالله په کور چاپه وهلې،چې په کور کې زنانه او ماشومان د اختر په تیاری لګیا وو، او دفریدالله په نامه کس يي وواژه.