د مقدونيې په پلازمېنه کې د يوه پارک د نړولو په اعتراض مظاهره وشوه

د ازادۍ راډيو بالکان سرويس راپور ورکړى چې د مقدونيې د پلازمېنې سکوپيې په مرکزي برخه کې د يوه کوچني پارک د نړولو په اعتراض په لسګونو کسانو مظاهره وکړه.

د تېر ماښام دغه اعتراض وروسته له هغه پيل شو، چې پرون سهار تر سپېده چاود مخکې کارګرانو د پوليسو په ملاتړ د برېسټول په نامه د پارک نړول پيل کړل.

دغه پارک ته د يوه نژدې پروت هوټل نوم ورکړل شوى و. پوليسو د فعالانو د ځينو ډلو د خېمو کمپونو واړه کمپونو هم ونړل.