نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په بانډې کلي کې یوه ځوان د ماشومانو پر سر پر نورو تره زامنو ډزې کړي،چې په پایله کې څلورتنه دوه نارینه او دوه میرمنې يې ویشتي دي.
د ګوشتې ولسوالۍ یو قومي مشر ګل احمد ازادۍ راډیو ته وویل،چې له ویشتل شویو کسانو څخه درې تنه وژل شوي او یو زخمي دی.
نوموړی وايي،چې د سیمې خلکو او قومي مشرانو په ګډه د قاتل کور وسوزاوه.
د ګل احمد په خبره د دوی د قومي تړې له مخې باید د قاتل کور وسوزول شي او دا کار يې هم د نورو د عبرت په خاطر کړی دی.
ګوشته د ننګرهار هغه ولسوالۍ ده،چې زیاتره مسایل او شخړې په کې د قومي جرګو له لارې حل کیږي.