مصر: اخوان المسلمين وايي امنيتي ځواکونو يې ګڼ غړي وژلي

تحرير ميدان

په مصر کې د اخوان المسلمين ګوند يوه وياند وويل چې ددې ګوند ٣١ پلويان نن وختي هغه وخت ووژل شول او تر ١٧٥ زيات نور ټپيان شول، چې په قاهره کې امنيتي ځواکونو د دوى پر اعتراضيه غونډې ډزې وکړې.

دغه ادعا سم د لاسه تصديق شوې نه ده. خو قاهرې ته نژدې په يوه روغتون کې روغتيايي کارکوونکو او خبريالانو تاييد کړه، چې تېره شپه ګڼ کسان په ډزو وژل شوي يا هم ټپيان دي.

تر دې مخکې د ليرې کړاى شوي ولسمشر محمد مرسي د مخالفانو او پلويانو ترمنځ د مظاهرو پر مهال په شخړو کې اووه کسان ووژل شوي وو.

زياتې وژنې په سکندريه ښار کې شوې دي. دې وژنو د مصر بحران نور هم ژور کړى دى. زيات اټکل کېږي چې پوځ به د محمد مرسي د ګوند، اخوان المسلمين په وړاندې شديد اقدامات وکړي.

په تحرير ميدان کې د مرسي يوې مخالفې مېرمن رحيم وويل، خلک اسلامپاله مشرتابه نه غواړي:

”زه دلته د ټولو شهيدانو د ملاتړ لپاره راغلې يم، ځکه موږ په دې هېواد کې اخوان المسلمين او ټروريزم نه غواړو. موږ غواړو خلک هغه که مسلمانان وي يا عيسويان يو موټي وي“

خو د مرسي يو پلوى وايي:

”د مصر د دفاع وزير جنرال عبدالفتاح السيسي تر وينا وروسته د خلکو نظريه بدله شوې ده. ده په خپلو خبرو کې اخطارونه ورکړل، السيسي د يوه اړخ د ملاتړ غوښتنه وکړه، په دې معنى چې زه به د نيمايي خلکو ملاتړ ترلاسه کوم او نيمايي نور خلک به وژنم. دا بې مفهومه ده، دا په بهر کې د مېشتو خلکو د افکارو جلبولو هڅه ده“

د پوځ له خوا ټاکل شوي د کورنيو چارو وزير محمد ابراهيم پرون ناوخته وويل چې په پلازمېنه قاهره کې د مرسي د پلويانو له خوا دشپې اعتراضونه به له قانون سره سم ډېر پايته ورسېږي.

هاخوا څارنوالان وايي له مرسي څخه دا مهال په ٢٠١١م کال کې د مصر د پاڅون پر مهال له بند څخه د تېښتې، د ساتونکو او سرتېرو د وژنې په تړاو څېړنې روانې دي.