پشه يي: د انتخاباتو کمیسیون ته نوی راغلی ټیم به هېواد له ناورین سره مخ کړي

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وایي چې؛ دې کمیسون ته د نوي ټیم راتلل به راتلونکي انتخابات او هېواد له ناورین سره مخ کړي.

د دې کمیسیون مرستیال عبدالخالق حسیني پشه یي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ دغه کسان د انتخاباتو په برخه کې تخنیکي او مسلکي پوهه نه لري نو ځکه نشي کولی دلته کار پر مخ بوځي:

(نوی ټيم چې راغلی تر څو تر خپل دفتر پيژني او تر څو چې عملیاتي پلان لولي، د سنبلې میاشت را رسیږي، دوی له مسلکي پلوه په کار نه پوهیږي).

هغه همدا راز ټینګار وکړ چې د قانون له مخې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د پخوانیو شپږو غړیو کاري موده پای ته نه ده رسیدلې او باید خپل کار ته دوام ورکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د تشکیل او صلاحیتونو د قانون له مخې چې پدې وروستیو کې نافذ شو، ولسمشر باید د غوراوي د کمیټې له وړاندیز وروسته یاد کمیسون ته نهه نوي غړي ور وپيژني.