د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ امنیتي ځواکونو په یو لړعملیاتو کې نهه تنه وسله وال مخالفین وژلي او درې تنه یې ټپيان کړي دي.
د دې وزارت د رسنیو دفتر ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ امنیتي ځواکونو دغه عملیات په ننګرهار، کندهار، زابل، میدان وردک، لوګر،غزني، پکتیکا او هلمند ولایتونو کې ترسره کړي دي.
د یو بل خبر له مخې د ملي امنیت ریاست وایي چې؛ د لوګر په محمد اغې او برکي برک ولسوالیو کې یې درې تنه وسله وال مخالفین نیولي دي.
د دې ریاست د رسنیو څانګې د معلوماتو له مخې دغو کسانو په ماین ایښودنو، سړي تښتوونو او وسله والو مخالفینو ته د وسلې په برابرولو کې لاس درلوده.