پروان: له غیر مسووله کسانو څخه د وسلې د راټولولو پروګرام پیل شوې

د پروان سیمه ییز چارواکي وایي چې؛ له غیر مسووله کسانو څخه یې د وسلې د راټولولو پروګرام پیل کړی دی.

د پروان والي عبدالبصیر سالنګي آزادۍ راډيو ته وویل چې دغه پروګرام به د ټولو امنیتي ارګانونو په مرسته پلي کړي.

د رپوټونو له مخې په پروان ولایت کې له غیر مسوولو کسانو سره د وسلې ګرځول د دې ولایت د اوسیدونکو لپاره یو جدي ګواښ دې.

تیره شنبه د دې ولایت په جبل السراج ولسوالی کې د دوه پخوانیو قوماندانو په نښته کې د ښځو او ماشومانو په ګډون دولس تنه مړه شول.