ولسمشر کرزي د مجتبى پتنګ د سلب اعتماد کېدو پرېکړه سترې محکمې ته راجع کړه

افغان ولسمشرحامدکرزي وايي چې د ولسي جرګې له خوا د کورنیو چارو د وزیر جنرال مجتبی پتنګ د سلب اعتماد پرېکړه به سترې محکمې ته راجع کړي.

د جمهوري ریاست له خوا په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشرکرزي له قوله راغلي چې وايي، د سلب اعتماد پرېکړه د ولسي جرګې له صلاحیتونو څخه دی خو د دې لپاره باید موجه دلایل ولري.

جنرال پتنګ د ولسي جرګې په استیضاحیه غونډه کې د وکیلانو له توندو پوښتنو او انتقادونو سره مخ شو او سلب اعتماد شو.

په ولسي جرګه کې د ښاغلي پتنګ د استیضاح پریکړه وروسته له هغه وشوه چې ده د شنبې په ورځ د دې جرګې استجوابیه غونډې ته له تلو ډډه وکړه.