لويه څارنوالي غواړي د ولسي جرګې له استازي انور سادات څخه تحقيقات وکړي

د افغانستان لويې څارنوالی د ولسي جرګې له غړي انور سادات څخه د تحقیقاتو حکم وکړ.

د لويې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې سادات باید لوی څارنوالۍ ته حاضر شي.

څارنوالۍ وروسته له هغه له سادات څخه د تحقیق امر ورکړ، چې د مدني ټولنو ځینو استازو وویل، چې نوموړي د ولسي جرګې په یوه عمومي غونډه کي په خپلو خبرو کې د افغانستان یوه قوم ته سپکاوی کړی دی.

د لويې څارنوالۍ ویاند هم وویل چي نوموړي غیر قانون څرګندونې کړي.
خپله سادات په دې اړه څه نه دي ویلي.