پاناما د شمالي کوریا په یوه کشتۍ کې د پخواني شوروي ساخت مېګ ۲۱ الوتکې موندلي

د پاناما حکومت وايي چې څېړونکو یې د شمالي کوریا په یوه کشتۍ کې چې له کیوبا څخه روانه شوې د پخواني شوروي اتحاد ساخت مېګ ۲۱ جنګي الوتکې موندلې دي.

د پاناما ولسمشر ریکاردو مارتینېلي Ricardo Martinelli وايي د دوی څېړونکو د چونګ چون ګنګ Chong Chon Gang په نوم د شمالي کوریا په دې کشتۍ کې د توغندیو دوه رادار سیسـټمونه، کېبلونه او برقي وسایل هم موندلي دي.

د پاناما چارواکو له دې مخکې ویلي و، دوی شک لري چې ښايي په دې کشتۍ کې به مهمات وي، خو د راپورونو له مخې هېڅ راز چاودېدونکي مواد یې نه دي موندلي.

کیوبا وايي، په دې کشتۍ کې چې تېره اونۍ د پاناما له خوا ودرول شوه، له کاره لوېدلې زړې وسلې بار دي چې د ترمیم لپاره شمالي کوریا ته استول شوې وې.

په داسې حال کې چې پر شمالي کوریا شک دی چې د بالستیکي توغندیو د پروګرام په خاطر ښايي پر دې هېواد له لګېدلو بندیزونو د سرغړونې په فکر کې وي پاناما د ملګروملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د کشتۍ او د هغې د بار په اړه تحقیقات وکړي.