په روسيه کې د الوتکې د نسکورېدو درې کسان ووژل

روسي چارواکي وايي د دې هېواد په يوه ليرې پرته سيمه کې د دوو بريتانوي سيلانيانو په ګډون درې کسان د الوتکې د سقوط په پېښه کې ووژل شول.

د روسيې د اضطراري حالاتو وزارت په يوه اعلاميه کې نن وويل چې دغه شخصي الوتکه د مرمانسک سيمې په يونيم سل کيلومترۍ کې نسکوره شوې ده.

دغو دوو بريتانويانو د کب نيونې لپاره دغې ليرې پرتې سيمې ته سفر کاوه، چې له خپل روسي ترجمان سره يوځاى وژل شوي دي.