د ملي امنيت شورا په غونډه کې د هرات او لوګر پر امنيتي وضعيت خبرې وشوې.
دولسمشر کرزي په مشرۍ په دې غونډه کې وويل شول چې د غيرمسووله وسلوالو او ګرځنده ډلو حضور د هرات ځينې ولسوالۍ بې امنه کړي دي.
په هرات کې د امنيتي تدابيرو د ټينګېدو پر لارو چارو هم بحث وشو.
دغه رازز د لوګر د ازرې او د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ پر امنيتي وضعيت هم خبرې وشوې. د امنيتي هڅو هدف دا ښوول شوى چې دغو ولسواليو ته لومړنۍ مرستې ورسېږي.
په دې وروستيو کې د دغو دوو ولسواليو اوسېدونکو ويلي چې طالبانو له څو اوونيو راهيسې محاصره کړي او په سيمو کې خوراکي مواد نه پيدا کيږي.