د اسرائيل صدراعظم له فلسطينيانو سره د خبرو بيا پيلېدل د اسرائيل لپاره مهم وبلل

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو وايي له فلسطينيانو سره د خبرو اترو بيا پيلول د اسرائيل لپاره حياتي او ستراتيژيک اهميت لري.

نتنياهو په يوه ليکلي بيان کې ويلي، د اسرائيليانو او فلسطينيانو ترمنځ د روان کړکېچ د پايته رسولو هڅه په خپل ذات کې يو ګټور اقدام دى.

ده ويلي، له فلسطينيانو سره د يوه پرېکړه ليک رامنځته کول به له اسرائيل سره د هغو ګواښونو په مخنيوي کې مرسته وکړي، چې له ايران او سوريې ورته متوجه دي.

له کله چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې اسرائيلي او فلسطيني مرکچيانو موافقه وکړه چې د سولې د خبرو د بيا پيل په هدف به په خپلو کې جرګه کېږي، دا د نتنياهو لومړى عکس العمل دى.

دغه خبرې اترې له ٢٠١٠م کال راهيسې وروسته له هغه وځنډېدې چې اسرائيل په لوېديځه غاړه او ختيځ بيت المقدس کې د کورونو جوړول پيل کړل.