راپورونه وايي د چین په جنوب لویدیځ کې یوه تبتي راهب ځان ته اور اچولى او مړ شوى دى.
د بشري حقونو ډلو او د امریکا په مالي ملاتړ د ازادې اسیا راډیو ویلي چې دغه اتلس کلن راهب د شنبې په ورځ په سیشوان ولایت کې د یوه عبادتځای مخې ته ځان سوځولی دی.
دغه راهب له ځانوژنې دمخه له چین څخه د تبت د خپلواکۍ لپاره شعارونه ورکول.
له ۲۰۰۹ م کال راپدیخوا يوسل او شلو تبتیانو د هغه څه په اعتراض چې دوى يې پر خپله خاوره د چین ظلم ګڼي، ځانونه په اور وژلي دي.